د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان په تړاو د نړیوالو غونډو په دوام په پام کې ده، چې په راتلونکو دوو اونیو کې د روسیې په کوربتوب، په کازان ښار کې د مسکو فارمټ مشورتی ناسته جوړه شی.
د راپور پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دغه خبری غونډه کې د مسکو فارمټ د اجنډا په تړاو ویلی، چې د دغې ګډونوال به د افغانستان د اوسنی وضعیت، د افغانانو ترمنځ د خبرو – اترو، له کلونو جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې او د سیمې هېوادونو د امنیت تضمین په تړاو خبرې وکړی.
افغان حکومت وایی، د مسکو فارمټ غونډه کې به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سرپرست حکومت په استازیتوب ګډون وکړی.
د افغان حکومت ویاند بیا زیاته کړې، هره غونډه چې د افغانستان په ګټه وی، هرکلی یې کوی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا به د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ پنځمه غونډه وی.
دغه وزارت زیاتوی چې د غونډې په پای کې به ګډون کوونکی هېوادونه یو ګډ پرېکړه لیک هم صادر کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.