د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوشمیر هېوادونو له سفیرانو سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او ورسره پلاوی یې په قطر کې له مېشتو د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو سره کتلی دی.
په دې کتنه کې چې د امریکا، بریټانیا، هسپانیا، سویلی کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هېوادونو استازو پۀ کې ګډون کړی وو، متقی د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسی، اقتصادی، امنیت، ښې حکومتدارۍ، نشه یی توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پیلولو او همداسې نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې د لرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسی، باید په افغانستان کې وجود ولری او د افغانستان اوسنی واقعیتونه له نږدې وګوری.‌
د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.