معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ دوحې ته ولاړ

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ دوحې ته ولاړ

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د سرپرست حکومت یو پلاوی دوحې ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې دغه پلاوی به په دوحه کې له صلاحیت لرونکو امریکايي استازو سره د بندیزونو او د تور نوملړ، د افغانستان د بانکي زېرمو د آزادولو او د هېواد د هوايي حریم د نقض په هکله خبرې وکړي.
نوموړي ویلي، دغه پلاوی به په دغه سفر کې د قطر دولت له ځينو چارواکو او په قطر کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو له استازو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس