کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د سرپرست حکومت یو پلاوی دوحې ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلی، چې دغه پلاوی به په دوحه کې له صلاحیت لرونکو امریکایی استازو سره د بندیزونو او د تور نوملړ، د افغانستان د بانکی زېرمو د آزادولو او د هېواد د هوایی حریم د نقض په هکله خبرې وکړی.
نوموړی ویلی، دغه پلاوی به په دغه سفر کې د قطر دولت له ځینو چارواکو او په قطر کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو له استازو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ