د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایی، ایران سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د ولسمشر له ځانګړی استازی او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست حسن کاظمی قمی سره کتلی دی.
د راپور پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسی، سوداګریزو، اقتصادی، فرهنګی او بشری برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړی ویلی، چې په دې کتنه کې حسن کاظمی قمی د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د کرنې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې د پلاوی د وروستیو سفرونو په اړه چې ایران ته یې کړی وو، توضېحات ورکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه یې د دغو سفرونو پر دوام ټینګار وکړ.
نوموړی دغه راز کابل ته په نږدې راتلونکی کې د قضایی همکاریو او په اعدام د محکومو افغانانو د دوسیو د حل په موخه د ایران د قضایه قوې د یوه پلاوی د سفر خبر هم ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.