معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د بهرنیو چارو وزارت د بمبارۍ په اړه خپل شدید احتجاج لیک احضار کړي پاکستانی شارژدافیر ته سپارلی

د بهرنیو چارو وزارت د بمبارۍ په اړه خپل شدید احتجاج لیک احضار کړي پاکستانی شارژدافیر ته سپارلی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څېرمه د جیټ الوتکو د بمبار په اړه یې ورته خپل شدید احتجاج لیک وسپاره.

د وزارت اعلامیه چې د دې وزارت مرستیال ویاند پر خپلې ایکس پاڼې خپره کړې، د پاکستان پوځ تېری په کې غندل شوی او د پاکستان سفارت ته په ډاګه شوې، چې د پاکستاني پوځ لخوا د افغانستان د حریم نقضول او د ملکیانو شهیدانول د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د بې ‌باورۍ د رامنځته کولو هڅه ده.

پاکستان سه شنبه ناوخته د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار وکړ، چې په پایله کې یې ۴۶ کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول او شپږ تنه نور چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

دغې تیري په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او له پاکستانه د غچ اخیستو غوښتنې مطرح شوې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس