د بهرنیو چارو وزارت د بمبارۍ په اړه خپل شدید احتجاج لیک احضار کړی پاکستانی شارژدافیر ته سپارلی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څېرمه د جیټ الوتکو د بمبار په اړه یې ورته خپل شدید احتجاج لیک وسپاره.

د وزارت اعلامیه چې د دې وزارت مرستیال ویاند پر خپلې ایکس پاڼې خپره کړې، د پاکستان پوځ تېری په کې غندل شوی او د پاکستان سفارت ته په ډاګه شوې، چې د پاکستانی پوځ لخوا د افغانستان د حریم نقضول او د ملکیانو شهیدانول د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د بې ‌باورۍ د رامنځته کولو هڅه ده.

پاکستان سه شنبه ناوخته د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار وکړ، چې په پایله کې یې ۴۶ کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول او شپږ تنه نور چې ډېری یې ماشومان دی، ټپیان شوی دی.

دغې تیری په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او له پاکستانه د غچ اخیستو غوښتنې مطرح شوې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.