د بهرنیو چارو وزارت د پاکستانی استازی وروستۍ ادعاوې رد کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستانی استازی وروستی تورونه رد کړی او هغه یې له حقیقته لرې او بې‌ بنسټه بللی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، د افغان حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د داعش او نورو وسلوالو ډلو پټنځایونه له منځه وړل شوی او له افغانستان څخه هېڅ ګاونډی هېواد ته ګواښ متوجې نه دی.

اعلامیه زیاتوی، ځینې هېوادونه باید د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو لپاره د افغانستان نوم د ناسمو تبلیغاتو لپاره ونه کاروی؛ ځکه د ده په خبره افغانستان له داسې هڅو څخه نه‌ متأثره کیږی او نه یې امنیت او پرمختګ زیانمنېدای شی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستانی استازی په امنیت شورا کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لری، خو د افغان حکومت چارواکی تل دا ډول څرګندونې رد کړی او له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوی پر اساس د مثبتو اړیکو غوښتنه کړې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.