کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزیر بلخ ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له یو شمېر مسوولینو سره لیدلی دی.
نوموړی د یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ ترکمنستان هېواد ته د رسمی سفر څخه وروسته بلخ ولایت ته سفر وکړ او دلته یې د بهرنیو چارو په ریاست کې د بلخ ولایت استخباراتو رییس، اطلاعاتو او کلتور رییس، عدلیې رییس او د بلخ ولایت له مستوفی سره کتلی دی.
متقی خپلو خبرو کې د ترکمنستان سفر اغېزمن وباله او دا یې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو او اقتصادی اړیکو په رغون کې بریالی وګاڼه.
نوموړی د بلخ له سیمه ییزو مسوولینو غوښتی، چې خلکو ته د سهولتونو په رامنځته کولو په برخه کې هلې – ځلې چټکې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ