د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړی استازی سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د بهرنیو چارو وزیر مـ.ـولوی امـ.ـیرخان مـ.ـتقی د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف سره لیدلی دی.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې متقی ویلی، د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، چې د اجنډا او ترکیب په اړه تر کافی وضاحت وروسته به دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه خپل دریځ څرګند کړی.

نوموړی دغه کتنه کې له روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې بللی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اوسنی ځمکنی واقعیتونه باید درک شی.

بلخوا د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر امـ.ـیرخان مـ.ـتقی ته مسکو ته د سفر بلنه ورکړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په اړه هر ډول ناسته باید له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.