کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د ایران سفارت له نوی سرپرست علی رضا بیکدلی سره تعارفی کتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په یوې خبرپاڼه کې ویلی، د دې لیدنې پر مهال سرپرست وزیر بیکدلی ته ښه راغلاست ویلی او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب غوښتنه کړې.
خبرپاڼه زیاتوی، علی رضا بیکدلی هم هیله څرګنده کړې چې د خپل ماموریت پر مهال به په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او ایران اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ