کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، بګرام هوایي اډه دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې ده.
مجاهد د اېکس خواله رسنۍ د سپېس پروګرام له لارې ویلي، د امریکا له لوري د بګرام اډې بیا نیول یو خوب او خیال دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د اشغال له وخته پاتې وسلې او تجهیزات د افغان حکومت غنیمت دي او هېچا ته به بېرته ور نه کړل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې که څوک یې غوښتنه وکړي، پر همدې وسلو به ځواب ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه، چې بګرام اډه چین ته سپارل شوې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/