د بګرام په اړه د ټرمپ څرګندونو ته افغان حکومت غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند د امریکا د پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلی، بګرام هوایی اډه دا مهال د افغان امنیتی ځواکونو په واک کې ده.

مجاهد د اېکس خواله رسنۍ د سپېس پروګرام له لارې ویلی، د امریکا له لوری د بګرام اډې بیا نیول یو خوب او خیال دی.

نوموړی زیاته کړې، چې د اشغال له وخته پاتې وسلې او تجهیزات د افغان حکومت غنیمت دی او هېچا ته به بېرته ور نه کړل شی.

نوموړی ټینګار کړی، چې که څوک یې غوښتنه وکړی، پر همدې وسلو به ځواب ورکړل شی.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه، چې بګرام اډه چین ته سپارل شوې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.