کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۴):
د رسنیو د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان پاکستان ته د خپل دوه ورځنی سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړی وزیر شهباز شریف سره د سوداګرۍ او نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې کړی.
دغه راز دواړو لورو د خپلو هېوادونو لپاره په ځینو برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړې دی.
د دواړو ولسمشرانو تر لیدنې وروسته د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان یوې ګډې خبرې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلی، هېواد یې په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او په دې لړ کې به له پاکستان سره په ګډه کار کوی.
پاکستان ته د تاجکستان د ولسمشر دغه سفر په داسې مهال کیږی چې د راپورونو له مخې څو ورځې وړاندې کابل کې پر یو هوټل د برید کوونکو هویت له تاجکستان څخه ښودل شوی او تر دې پېښې څو ورځې وړاندې بیا ګلبدین حکمتیار هم ادعا کړې وه چې پر ده باندې برید کوونکی کسان د تاجکستان اتباع وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ