کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې جګړې له پیله تر اوسه د اسراییلي پوځیانو تلفات بې ساري لوړ شوي دي.
د دوی په خبره یوازې په غزه کې ۵ زره ۹۴۲ عسکر وژل شوي، او تر ۱۵ زرو زیات نور ټپیان دي.
د اسرائیلي ۱۲ چېنل د نوي لوی درستیز ایال زامیر له قوله لیکلي، چې د غزې جګړې د اسراییلي پوځ لپاره د ستر مالي زیانونو ترڅنګ دروند انساني زیان هم لیدلی دی.
دغه راپور زیاتوي، چې د لبنان او فلسطین غربي تراړې په جګړو کې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر له هغه هم لوړ دی، چې پوځ یې اعلان کړی.
د تازه موندنو له مخې، په ټولیز ډول د اسراییلي پوځیانو تلفات تر ۱۳ زرو عسکرو اوښتي، چې دا شمېر په غزه، لبنان او فلسطین غربي تراړه کې د روانو جګړو پایله ده.
دا لومړی ځل دی چې اسراییلي پوځ د دومره درنو تلفاتو سره مخ کسږي، چې لوی درستیز یې هم تاییدوي.
د روانو چارو څارونکو په باور د فلسطین مقاومت ځواکونو “طـ ـوفـ ـان الأقـ ـصی” عملیاتو کې اسراییلي پوځ ته ستره ضربه ورکړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/