کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې جګړې له پیله تر اوسه د اسراییلی پوځیانو تلفات بې ساری لوړ شوی دی.
د دوی په خبره یوازې په غزه کې ۵ زره ۹۴۲ عسکر وژل شوی، او تر ۱۵ زرو زیات نور ټپیان دی.
د اسرائیلی ۱۲ چېنل د نوی لوی درستیز ایال زامیر له قوله لیکلی، چې د غزې جګړې د اسراییلی پوځ لپاره د ستر مالی زیانونو ترڅنګ دروند انسانی زیان هم لیدلی دی.
دغه راپور زیاتوی، چې د لبنان او فلسطین غربی تراړې په جګړو کې د وژل شویو اسراییلی پوځیانو شمېر له هغه هم لوړ دی، چې پوځ یې اعلان کړی.
د تازه موندنو له مخې، په ټولیز ډول د اسراییلی پوځیانو تلفات تر ۱۳ زرو عسکرو اوښتی، چې دا شمېر په غزه، لبنان او فلسطین غربی تراړه کې د روانو جګړو پایله ده.
دا لومړی ځل دی چې اسراییلی پوځ د دومره درنو تلفاتو سره مخ کسږی، چې لوی درستیز یې هم تاییدوی.
د روانو چارو څارونکو په باور د فلسطین مقاومت ځواکونو “طـ ـوفـ ـان الأقـ ـصی” عملیاتو کې اسراییلی پوځ ته ستره ضربه ورکړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ