ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب پنځمه نېټه ده) د مرکزی اسیا هېوادونو او اروپا د تاشکند په ناسته کې پر افغانستان خبرې کړې دی.
د راپورونو له مخې د مرکزی اسیا هېوادونو او اروپا استازو دغې ناسته کې په افغانستان کې پر امنیت، ثبات، د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو، اقتصادی وضعیت، د بشری حقونو پر وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دی.
له دې غونډې په ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې دوی په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات غوښتونکی دی او په دغه هېواد کې هر ډول بشردوستانه مرستو ته ژمن دی.
د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی ټامس نیکولسون ویلی چې په دې غونډه کې له افغانستان سره پر مرستو، بشردوستانه خدمتونو او نورو مهمو مواردو بحث شوی دی.
خبرپاڼه وایی چې افغانستان باید نړیوال قوانینو ته پام وکړی، بشری حقونو ته درناوی ولری، ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړی او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شی.
دوی همدا راز د زده کړو او تعلیم په برخه کې د ښځو د حقونو پر ساتلو هم ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتی چې له افغانستان سره په بېلو اړینو برخو کې مرستو ته ادامه ورکړی.
گهیځ