معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترانسپورټ وزارت وایي، مسافر وړونکې موټرې نور د بار وړلو اجازه نه‌ لري

د ترانسپورټ وزارت وایي، مسافر وړونکې موټرې نور د بار وړلو اجازه نه‌ لري

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټرې د بار لېږد اجازه نه‌ لري.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست د تخنیکي انجنیرانو له لوري د مسافرو د خوندیتوب او د مسافر وړونکو موټرو د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په پار د کابل په ټولو ترمینلونو کې مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته لارښوونه کړې، چې د يادو موټرو په منځ او د موټر په چت باندې د بارونو له لېږد څخه ډډه وکړي.
همدا راز دغه وزارت ویلي، چې د کابل کمپنۍ او پایتخت ترمینل کې د مسافر وړونکو موټرو د چېک او کنټرول پروسې په بهير کې له ځینو مسافر وړونکو بسونو څخه اضافي او غیر معیاري چوکۍ هم لرې کړل شوې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس