کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت ویلی، چې له دې وروسته مسافر وړونکی موټرې د بار لېږد اجازه نه لری.
د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت د تخنیکی خدمتونو خوندیتوب ریاست د تخنیکی انجنیرانو له لوری د مسافرو د خوندیتوب او د مسافر وړونکو موټرو د معیاری خدمتونو وړاندې کولو په پار د کابل په ټولو ترمینلونو کې مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته لارښوونه کړې، چې د یادو موټرو په منځ او د موټر په چت باندې د بارونو له لېږد څخه ډډه وکړی.
همدا راز دغه وزارت ویلی، چې د کابل کمپنۍ او پایتخت ترمینل کې د مسافر وړونکو موټرو د چېک او کنټرول پروسې په بهیر کې له ځینو مسافر وړونکو بسونو څخه اضافی او غیر معیاری چوکۍ هم لرې کړل شوې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ