د ترکیې او سوریې په زلزلو کې د مړو شویو کسانو شمېر له اتو زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له اته زرو څخه واوښت.
د دغو رسنیو د خبر له مخې یاده پېښه کې زرګونه کسان ژوبل شوی او په میلیونونو کسان بې کوره شوی دی.
رسنیو د ځایی چارواکو له قوله ویلی، چې د ړنګو ودانیو لاندې د بند پاتې کسانو د وېستلو په اړه عملیات په چټکۍ سره روان دی.
د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د خپل هېواد په لسو ولایاتو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د دغې زلزلې د پېښېدو چې نږدې اته څلوېښت ساعته کیږی، هره لحظه یې د مړو په شمېر کې د ډېرښت خبرونه ورکول کیږی.
خبرونه وایی، چې دغې زلزلې یوازې ترکیه کې د ۵ زره ۷ سوو په شاوخوا کې اپارتمانونه په کامله توګه نړولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ ویلی و، چې ښایی دغو دوو هېوادونو کې د مړو شویو کسانو شمېر شل زره تنو ته ورسیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.