معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې ولسمشر د فلسطین په ملاتړ اسراییلو ته د پوځي مداخلې ګواښ وکړ

د ترکیې ولسمشر د فلسطین په ملاتړ اسراییلو ته د پوځي مداخلې ګواښ وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمني “ډي‌پي‌اې” خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین په ملاتړ اسراییلو ته د پوځي مداخلې ګواښ کړی.

د یاد آژانس په وینا اردوغان پرون یکشنبه د خپل عدالت او توسعې ګوند یوې غونډې ته چې د تور سمندر په ساحلي ښار ریزې کې جوړه شوې وه، دا څرګندونې کړي دي.

اردوغان په لیبیا او نګورنو قره‌باغ کې د خپل هېواد پوځي مداخلې د بېلګې په توګه یادې کړي او ویلې یې دي، چې دوی ممکن ورته کار له اسراییل سره هم وکړي.

ترکیه په لیبیا کې په پوځي پرسونل او تجهیزاتو سره د هغه حکومت ملاتړ کوي، چې نړیوال یې په رسمیت پېژني.

ترکیې په نګورنو قره‌باغ کې هم چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ لانجمنه سیمه ده، په پوځي وسایلو او ډرون الوتکو سره د اذربایجان ملاتړ کړی دی.

اردوغان په خپلو پرونیو څرګندونو کې د خپل هېواد دفاعي صنعت ستایلی او ویلې یې دي، هېڅ داسې کار نه شته چې دوی یې د ترسره کولو وس ونه لري.

له کله چې اسراییل پر غزې بریدونه پيل کړي، د اسراییل او ترکیې اړیکې کړکېچنې شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس