کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمنی “ډیپیاې” خبری آژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین په ملاتړ اسراییلو ته د پوځی مداخلې ګواښ کړی.
د یاد آژانس په وینا اردوغان پرون یکشنبه د خپل عدالت او توسعې ګوند یوې غونډې ته چې د تور سمندر په ساحلی ښار ریزې کې جوړه شوې وه، دا څرګندونې کړی دی.
اردوغان په لیبیا او نګورنو قرهباغ کې د خپل هېواد پوځی مداخلې د بېلګې په توګه یادې کړی او ویلې یې دی، چې دوی ممکن ورته کار له اسراییل سره هم وکړی.
ترکیه په لیبیا کې په پوځی پرسونل او تجهیزاتو سره د هغه حکومت ملاتړ کوی، چې نړیوال یې په رسمیت پېژنی.
ترکیې په نګورنو قرهباغ کې هم چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ لانجمنه سیمه ده، په پوځی وسایلو او ډرون الوتکو سره د اذربایجان ملاتړ کړی دی.
اردوغان په خپلو پرونیو څرګندونو کې د خپل هېواد دفاعی صنعت ستایلی او ویلې یې دی، هېڅ داسې کار نه شته چې دوی یې د ترسره کولو وس ونه لری.
له کله چې اسراییل پر غزې بریدونه پیل کړی، د اسراییل او ترکیې اړیکې کړکېچنې شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ