کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر ترکی رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ۱۳ کلونو وروسته عراق ته سفر کوی.
د خبر پر بنسټ، اردوغان به د دغه سفر په ترڅ کې د عراق له لومړی وزیر محمد شیاع السودانی او ځینو نورو چارواکو سره لیدنې – کتنې وکړی.
د روانو چارو د څارونکو په باور بغداد اندېښنه لری چې د ترکیې د دجلې او فرات پر سیندونو د نورو بندونو د جوړولو پلان به د عراق د اوبو زېرمې نورې هم کمې کړی.
ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو مشران د کردستان د کارګر ګوند په اړه هم خبرې وکړی، چې ترکیه یې یوه ترهګره ډله ګڼی.
السودانی ویلی، چې د لومړی ځل لپاره بغداد او انقره غواړی مسایل په موازی ډول سره حل کړی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ