معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې ولسمشر وایي، اسراییل باید د خپلو جرمونو سزا وګوري

د ترکیې ولسمشر وایي، اسراییل باید د خپلو جرمونو سزا وګوري

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ګډون په موخه د امریکا په نیویارک کې دی، د جرمونو نړیوالې محکمې له مشر سره د کتنې پر مهال ویلي، چې اسراییل باید په غزه کې د خپلو ترسره کړیو جرمونو ځواب ورکړي او دغه قضیه باید وڅېړل شي.

نوموړي په غزه کې د اسراییلي اشغالګرو روان بریدونه د ټولو انساني اصولو خلاف بللي او د درېدو په موخه یې د یوې مجمع د جوړېدو غوښتنه کړې.

اسراییلي اشغالګرو له یوه کال راهیسې پر غزې درانه بریدونه کړي، چې له امله یې زرګونه ماشومان او مېرمنې شهیدانې شوې دي.

بل لور اسراییلي اشغالګرو ځواکونو د لبنان پر سویل درانه هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې له ۵ سوو ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۱۷ سوه تنه نور ژوبل دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس