د ترکیې ولسمشر وایی، اسراییل باید د خپلو جرمونو سزا وګوری

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو په عمومی ناسته کې د ګډون په موخه د امریکا په نیویارک کې دی، د جرمونو نړیوالې محکمې له مشر سره د کتنې پر مهال ویلی، چې اسراییل باید په غزه کې د خپلو ترسره کړیو جرمونو ځواب ورکړی او دغه قضیه باید وڅېړل شی.

نوموړی په غزه کې د اسراییلی اشغالګرو روان بریدونه د ټولو انسانی اصولو خلاف بللی او د درېدو په موخه یې د یوې مجمع د جوړېدو غوښتنه کړې.

اسراییلی اشغالګرو له یوه کال راهیسې پر غزې درانه بریدونه کړی، چې له امله یې زرګونه ماشومان او مېرمنې شهیدانې شوې دی.

بل لور اسراییلی اشغالګرو ځواکونو د لبنان پر سویل درانه هوایی بریدونه کړی، چې په ترڅ کې یې له ۵ سوو ډېر کسان وژل شوی او نږدې ۱۷ سوه تنه نور ژوبل دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.