معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې پولیسو اووه تنه افغانان د جعلي اسنادو د لرلو په تور نیولي

د ترکیې پولیسو اووه تنه افغانان د جعلي اسنادو د لرلو په تور نیولي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې د کارس ښار پولیسو د جعلي پاسپورټ او اقامت کارټونو د کارونې په تور د اووه افغانانو د نیولو خبر ورکړی.

 ترکي چارواکو ویلي، دغه کډوال له ترکیې د وېستلو په موخه د توقیف مرکزونو ته لېږل شوي دي.

د نیول شویو افغان کډوالو د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د راپورونو له‌ مخې، یاد شمېر کسان د ترکیې په کارس ښار کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تر پېژندلو وروسته نیول شوي دي.

ترکي پولیس وایي، دغه کډوال په غیر قانوني توګه دې هېواد ته راغلي وو او په رسمي اسنادو کې د جعل له امله قانوني برخورد سره مخامخ دي.

د دغه هېواد چارواکو ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونه به په سرحدي سیمو کې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوي په موخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس