د ترکیې پولیسو اووه تنه افغانان د جعلی اسنادو د لرلو په تور نیولی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې د کارس ښار پولیسو د جعلی پاسپورټ او اقامت کارټونو د کارونې په تور د اووه افغانانو د نیولو خبر ورکړی.

 ترکی چارواکو ویلی، دغه کډوال له ترکیې د وېستلو په موخه د توقیف مرکزونو ته لېږل شوی دی.

د نیول شویو افغان کډوالو د هویت په اړه نور جزیات نه دی ورکړل شوی.

د راپورونو له‌ مخې، یاد شمېر کسان د ترکیې په کارس ښار کې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې تر پېژندلو وروسته نیول شوی دی.

ترکی پولیس وایی، دغه کډوال په غیر قانونی توګه دې هېواد ته راغلی وو او په رسمی اسنادو کې د جعل له امله قانونی برخورد سره مخامخ دی.

د دغه هېواد چارواکو ټینګار کړی، چې امنیتی ځواکونه به په سرحدی سیمو کې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوی په موخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.