کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکیه کې د اماسیا پولیسو د خوراکی توکو په یو موټر کې ۴۰ تنه هغه افغان کډوال نیولی، چې په لاریو پټ شوی وو.
ترکی رسنیو د اماسیا ښار د پولیسو په قول ویلی، چې دغه افغان کډوال هغه مهال ونیول شول، چې له اغرې ښار څخه استانبول ته پر لار وو.
ډېری دغه کډوال د یوې میرمنې په ګډون د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمری لری.
دغه کسان په اړوند ښار کې د بهرنیو وکړو مرکزونو ته لېږدول شوی، څو افغانستان ته واستول شی.
ترکیې په دې وروستیو کې د کډوالو د پېژندلو او نیولو د بهیر د ګړندی کولو لپاره ګرځنده ګزمې زیاتې کړی دی.
بلخوا د ګډوالو د حقونو فعالان بیا دغه کړنه ناقانونه بولی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ