کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ترکی رسنیو د خبر له مخې د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې ۱۶ تنه افغان کډوال چې په یوه موټر کې پټ شوی وو، نیولی دی.
ترکی رسنیو د ځایی چارواکو له قوله ویلی، چې موټر چلوونکی هم د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د نیولو او وېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
ترکیه وایی، هېواد ته به یې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوی لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی.
د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څه باندې څلور زره افغان کډوال نیولی او بېرته یې افغانستان ته استولی دی. د رسمی شمېرو پربنسټ، په ترکیه کې څه باندې ۳ لکه افغان کډوال ژوند کوی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ