د ترکیې پولیسو ۶۹ بې اسناده افغان کډوال نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پۀ “دیاربکر” ښار کې ۶۹ بې اسناده افغان کډوال نیول شوی دی.

په راپور کې ویل شوی، چې په نیول‌ شویو کډوالو کې درې د بنګلدېش او پاکستان اتباع هم شامل دی.

د پولیسو په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو انسانی قاچاق‌ کوونکی هم نیول شوی دی.

ترکی رسنیو تر دې وړاندې هم د غیرقانونی استوګنې له امله سلګونه افغان کډوال نیولی او بېرته یې خپل هېواد ته لېږی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نږدې ۵۰ انسانی قاچاق‌ کوونکی نیول شوی دی.

یاد وزارت دا هم ویلی چې په ۲۰۲۳ کې ټول ۶۸ زره ۶۸۷ افغان کډوال نیولی او وېستلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.