معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې IHH خیریه موسسه افغانستان کې خپل بشرپاله فعالیتونه پراخوي

د ترکیې IHH خیریه موسسه افغانستان کې خپل بشرپاله فعالیتونه پراخوي

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستیال د ترکیې هېواد IHH خیریه موسسې له مسولینو سره کتلي.

د خبر پر بنسټ د یادې موسسې رییس سلیمان ایپلي او مسوولینو ویلي، چې دوی اوس‌ مهال بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش او له یتیمانو، بې وزلو سره د مرستو په برخه کې فعالیت کوي، خو راتلونکي کې به خپل بشرپاله فعالیتونه لا پراخ کړې.

په ورته مهال اداري مرستیال د یادې موسسې کړنې ستایلي او یادونه یې کړې، چې ترکیه او افغانستان په دیني، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اوږدې او تاریخي اړیکې لري.

افغان مسوولینو هیله ښودلې چې دا اړیکې لاپراختیا او پیاوړتیا ومومي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس