کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداری مرستیال د ترکیې هېواد IHH خیریه موسسې له مسولینو سره کتلی.
د خبر پر بنسټ د یادې موسسې رییس سلیمان ایپلی او مسوولینو ویلی، چې دوی اوس مهال بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش او له یتیمانو، بې وزلو سره د مرستو په برخه کې فعالیت کوی، خو راتلونکی کې به خپل بشرپاله فعالیتونه لا پراخ کړې.
په ورته مهال اداری مرستیال د یادې موسسې کړنې ستایلی او یادونه یې کړې، چې ترکیه او افغانستان په دینی، فرهنګی، اقتصادی او سیاسی برخو کې اوږدې او تاریخی اړیکې لری.
افغان مسوولینو هیله ښودلې چې دا اړیکې لاپراختیا او پیاوړتیا ومومی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ