کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم بندر هغې غاړې ته ایسار افغانان شکایات کوی، چې دوی څخه پاکستان لوری کمیشنکاران د هر کس څخه په زیاته اندازه پیسې غواړی.
یو ایسار افغان محمد الله ګهیځ نیوز ته ویلی، چې پاکستانی لوری یې خپل هېواد ته د تللو اجازه پرته له پیسو نه ورکوی.
د خبر له مخې دغه ایسار افغان کډوال تذکره په لاس غواړی، چې خپل هېواد ته راستانه شی، خو پاکستانی چارواکی یی نه را پرېږدی او له هر فامیل څخه له ۵۰ زرو زیاتې پیسې غواړی.
څو ورځې وړاندې د تورخم مسوولینو ګهیځ نیوز ته د دغو افغان کډوالو د ستونزې حل په اړه ډاډ ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې موضوع یې رسماً پاکستان کې افغان سفارت سره شریکه کړې ده.
هڅه مو وکړه چې سیمه کې د دغو ایسارو افغان کډوالو د ستونزو په اړه پاکستانی مسوولین هم وپوښتو، خو تر دوامدارو هڅو وروسته هم بریالی نشو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ