کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم بندر مسوولینو ویلی، چې نن شنبه هغه افغانانو ته په تذکره افغان لوری ته اجازه ورکول شوه، کوم چې د کوچنی اختر وروسته بند پاتی وو.
د خبر پر بنسټ مسوولینو زیاته کړې، چې دوی د تورخم بندر اړوند د پاکستانی لوری له مسوولینو سره د خبرو_اترو او زیاتو هلو – ځلو وروسته په دې وتوانیدل، څو پاکستانی لوری قانع او هغه افغانان چې پاسپورټ نه لری،په تذکره تر اختره وکولای شی، افغان لوری ته راشی.
هېره دې نه وی، چې ورته اقدام په تېر کوچنی اختر کې هم د تورخم ښارګوټی د مسوولینو له لورې تر سره شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ