کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې تورخم کې د یوې پخوانۍ پوستې بیا فعال کېدو پر سر پاکستانی ځواکونو پر افغان لوری ډزې وکړې، د دواړو لورو ترمنځ نږدې دوه ساعته نښته وشوه، له هماغې راهیسې دغه دروازه د هر ډول تګ – راتګ او ټرانزیټ پر مخ تړلې ده.
د ګهیځ نیوز د اطلاعاتو له مخې دواړو غاړو ته دوکانونه او کاروبارونه تړلی او ډېری بند پاتې خلک او اموال په بدیلو لارو تر خپلو سیمو رسېدلی.
مسوولین وایی، دغه سیمه کې لا هم حالت نظامی او د دواړو لورو نظامی ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ