معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم دروازه نن د اوومې ورځې لپاره هم هر ډول تګ-راتګ پر مخ تړلې ده

د تورخم دروازه نن د اوومې ورځې لپاره هم هر ډول تګ-راتګ پر مخ تړلې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې تورخم کې د یوې پخوانۍ پوستې بیا فعال کېدو پر سر پاکستاني او افغان ځواکونو نږدې دوه ساعته نښته وکړه، له هغې مهال راهیسې تر نن اوومې ورځې پورې دغه لار د هر ډول تګ – راتګ او ټرانزیټ پر مخ تړلې ده.
د ګهیځ نیوز د اطلاعاتو له مخې تېره ورځ تورخم ته څېرمه ډکې سیمه کې افغان سوداګرو، قومي مشرانو او ولسي وګړو د دغې لارې د تړل کېدو له امله لاریون وکړ او پاکستاني لوري باندې ی نیوکه وکړه چې هر کال د افغاني مېوو د حاصلاتو د رسېدو پرمهال دغه ډول لارې بندوي.
تر اوسه پاکستاني لوري د دغې لارې د خلاصون په اړه رسما څۀ نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس