کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې تورخم کې د یوې پخوانۍ پوستې بیا فعال کېدو پر سر پاکستانی او افغان ځواکونو نږدې دوه ساعته نښته وکړه، له هغې مهال راهیسې تر نن اوومې ورځې پورې دغه لار د هر ډول تګ – راتګ او ټرانزیټ پر مخ تړلې ده.
د ګهیځ نیوز د اطلاعاتو له مخې تېره ورځ تورخم ته څېرمه ډکې سیمه کې افغان سوداګرو، قومی مشرانو او ولسی وګړو د دغې لارې د تړل کېدو له امله لاریون وکړ او پاکستانی لوری باندې ی نیوکه وکړه چې هر کال د افغانی مېوو د حاصلاتو د رسېدو پرمهال دغه ډول لارې بندوی.
تر اوسه پاکستانی لوری د دغې لارې د خلاصون په اړه رسما څۀ نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ