کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم دروازې تړلو او دوام یې د کابل او اسلام آباد سوداګرو ته ګڼ مالی زیانونه اړولی دی.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې شمېرې ښیی، چې په وروستیو پنځو ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته یو مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.
د دې خونې رییس خان جان الکوزی زیاتوی چې د صادراتو پر زیانمېدو سربېره، د پاکستان له لارې ټرانزیټ هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
بل پلو، یو شمېر سوداګر وایی، چې اوسمهال تازه مېوه او سابه تر ډېره پاکستان ته صادریږی، چې د تورخم بندر لارې تړل کېدو اندېښمن کړی دی.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوی، چې اوسمهال د تورخم د لارې د پرانېستلو لپاره له پاکستانی چارواکو سره خبرې روانې دی.
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی وو، چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له پاکستان سره د ۸۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه – ورکړه شوې، چې تر ټولو ډېره راکړه – ورکړه د تورخم بندر له لارې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ