د تورخم دروازې پرانیستو لپاره د سوداګرو هڅې روانې دی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم دروازې د پرانیستو په اړه له وړمې ورځې بې پایلو مذاکراتو وروسته د نویو خبرو – اترو لپاره هڅې دوام لری.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال یونس مهمند ویلی، د پاکستان له استازو سره په وروستیو ناستو کې کومه هوکړه نه‌ ده شوې، خو اوس هڅه کیږی چې د پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکی افغانستان ته سفر وکړی او خبرې – اترې بیا پیل شی.

یونس مهمند زیاته کړې، د تورخم دروازې تړل کېدو له املن هره ورځ دواړو لورو ته له ۳ میلیونو ډالرو زیات زیان اړوی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې مذاکراتو کې پاکستانی لوری درې غوښتنې مطرح کړې، چې افغان پلاوی د خپل حکومت له مشرانو سره شریکې کړی، خو تر اوسه پرېکړه نه‌ ده شوې.

شنونکی باور لری، چې پاکستان له دې لارې پر افغانستان سیاسی فشار واردوی.

د تورخم لار له هغې وروسته وتړل شوه، چې د افغان حکومت سرحدی ځواکونو د ډېورنډ فرضی کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو کار پیل کړ.

په دې ترڅ کې څو وار د دواړو لورو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې.

اوس تمه ده چې د دواړو لورو ترمنځ د نویو مذاکراتو کېدل د دروازې پرانیستو لپاره زمینه برابره کړی

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.