کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم بندر دروازه د نن شنبې تر سهاره هم د مسافرو او هر ډول ترانزیټ پر مخ تړلې ده.
د افغان لوری یو شمېر مسوولینو ګهیځ نیوز ته ویلی، چې لاره د پاکستان له لوری بنده شوې ده.
ګهیځ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د یادې لارې د بندښت له امله کوز او بر ګڼ شمېر افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
د خبر له مخې داسې خلک هم دې لاره کې ایسار دی، چې غواړی د خپلو مړو جسدونه افغانستان ته ولېږدوی.
تېره چهارشنبه د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمنځ د یوې پوستې جوړولو پر سر جګړه وشوه، چې په کې دواړو لوریو ته مرګ – ژوبله واوښته.
تورخم کې یو شمېر خلکو ګهیځ نیوز ته ویلی، چې دواړو غاړو کې نوی تازه دمی ځواکونه تللی او د آماده باش په حال کې قرار لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ