کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۷ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې حل او د لارې خلاصون په اړه ټاکل شوې چې نن له کابله یو لوړپوړی پلاوی دغې سیمې ته سفر وکړی.
یاد پلاوی به له پاکستانی لوری سره پر رامنځته شویو ستونزو مستقیمې خبرې وکړی.
تر دې یو ورځ وړاندې هم د ننګرهار مرستیال والی مولوی عزیزالله مصطفی په مشرۍ پاکستانی لوری سره ناسته وشوه، خو بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت ویلی، دوی هڅه کوی چې د خبرو له لارې مسألې هوارې کړی او پاکستانی لوری هم باید د ولسونو د ستونزو په پام کې نیولو سره له بې ځایه خنډونو جوړولو ډډه وکړی.
پاکستان له افغانستان څخه غواړی، چې د ډیورند فرضی کرښې ترڅنګ نوی تأسیسات جوړ نه کړی او هم مهاله باید افغان حکومت د پاکستان لخوا د تأسیساتو جوړېدو مخنیوی ونه کړی، هغه غوښتنه چې د افغانستان لخوا رد شوې او د همدې پرېکړې په غبرګون کې پاکستان د تورخم دروازې له پرانیستلو ډډه کړې.
د پاکستان دغه اقدام له امله د کرښې دواړو غاړو ته سلګونه موټرې بند پاتی او عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ