کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان هېواد څخه غیر قانوني CFC ګازونه چې د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل، د ننګرهار ګمرک ریاست مسوولینو له لوري ونیول شول.
د مسوولینو په وینا د ننګرهار ولایت چاپېريال ساتنې ریاست د تغیر اقلیم او کنټرول او تفتیش مدیریت د ګمرک ریاست د رسمي لیک په ذریعه د تخنیکي او فني ټیم په ملتیا یاد نیول شوي ګازونه “R22” چې په ۹۶ کازډبو کی ځای پرځای شوي وو، تر هر اړخیزې څېړنې وروسته مخرب ګازونه وپېژندل شول.
د دوی په خبره د ګازونو دغه ډبې په انفرادي او غیر قانوني ډول واردېدل، چې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارمندانو له خوا تر چېک وروسته ونیول شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/