د تورخم له لارې هېواد ته په ناقانونه بڼه د مخربو ګازونو د لېږد مخنیوی وشو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۷مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان هېواد څخه  غیر قانونی CFC ګازونه چې د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل، د ننګرهار ګمرک ریاست مسوولینو له لوری ونیول شول.

د مسوولینو په وینا د ننګرهار ولایت چاپېریال ساتنې ریاست د تغیر اقلیم او کنټرول او تفتیش مدیریت د ګمرک ریاست د رسمی لیک په ذریعه د تخنیکی او فنی ټیم په ملتیا یاد نیول شوی ګازونه “R22” چې په ۹۶ کازډبو کی ځای پرځای شوی وو، تر هر اړخیزې څېړنې وروسته مخرب ګازونه وپېژندل شول.

د دوی په خبره د ګازونو دغه ډبې په انفرادی او غیر قانونی ډول واردېدل، چې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارمندانو له خوا تر چېک وروسته ونیول شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.