د تورخم ښارګوټی اړوند نږدې ۸ سوه کورنیو لپاره د صحی اوبو د رسولو سروې وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
که څه هم د مرکز کابل په ګډون د هېواد ډېری سیمې د پاکو او صحی اوبو د نشتون له ستونزې سره مخ دی، تازه د راپورونو له مخې تورخم ښارګوټی اړوند سیمه کې د IMC ادارې لخوا د یونسېف په مالی مرسته د خان آباد کلی لپاره د پاکو او صحی اوبو د شبکې سروې نن رسماً ترسره شوه.
مسوولینو ویلی، چې له دغې سروې وروسته به یې سم دستې عملی چارې هم پیل شی، چې ورسره به له ۶ سوو څخه تر ۸ سوو پورې کورنۍ د پاکو او صحی اوبو له نعمته برخمنې شی.
په دې سروې کې د IMC او ښاروالۍ اداری استازو ترڅنګ د کلی استازی هم ګډون کړی و، څو هغه ځایونه په نښه کړی، چې د صحی اوبو شبکې رامنځته کول په کې ډېر اړین دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.