د تورخم کمیسارۍ پولیس، پاکستان ته له تلونکو مسافرو هره ورځ سلګونه زره افغانۍ په ناقانونه توګه ترلاسه کوی!

د تورخم کمیسارۍ پولیس، پاکستان ته له تلونکو مسافرو هره ورځ سلګونه زره افغانۍ په ناقانونه توګه ترلاسه کوی!
راپور: ایمل ظاهر
په ننګرهار کې د ګهیځ موندنې ښیی چې په دې ولایت کې پرته د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې په دروازه تورخم کې هره ورځ پولیس له لس ګونو زرو اوړېدونکو را اوړېدونکو مسافرو په ناقانونه بڼه پیسې اخلی او سر بېره پر پیسو له مسافرو سره ناوړه چلند کوی.
د ګهیځ دغه موندنې ښیی چې که له یوې خوا هره ورځ زیات شمېر افغانان په تورخم دروازه پاکستان ته اوړی یا له هغې خوا بېرته راګرځی او پاکستانی مسؤولین د افغان مسافرو د پاسپورټونو د چک او ټاپه کولو پروسه په ځنډ ترسره کوی، نو بله خوا د تورخم کمیسارۍ افغان پولیس د پولې دېخوا د نا قانونه پیسو اخیستنې ته د زمېنی برابرېدو په موخه بې نظمی جوړوی.
ګهیځ داسې اسناد موندلی چې هره ورځ تر شلو زرو پورې افغان مسافر پاکستان ته ځی چې افغان حکومت مسافرینو ته د تګ راتګ پر مهال د آسانتیاوو په موخه د راستنېدونکو مسافرینو لپاره جلا او پاکستان ته د تلونکو مسافرینو لپاره جلا لارې جوړې کړې دی.
پاکستان ته د تلونکو مسافرو په ځانګړې شوې لار کې د سهار له لمر ختو وړاندې تنظم شوی مسافرین د ماښام تر ناوخته پاکستان ته د ورتګ لپاره انتظار کوی او کم شمېر مسافرو ته یې د همدې لارې د تګ اجازه ورکول کېږی.
خو د تورخم کمېسارۍ مخ ته په غزیدلې ترانزیټی سړک او د پاکستان له لورې د راستنېدونکو مسافرینو لپاره په ځانګړی شوې لار بیا سلګونه هغو مسافرو ته د چارواکو، بانفوذه خلکو، او هلته د مؤظفو پولیسو د مېلمنو په نوم اجازه ورکول کېږی چې د کمیسارۍ پولیس ترې د ویلچر لرونکو او ګنډی چلوونکو په منځګړتوب له زر افغانیو نیولې تر دوه زره افغانۍ پورې د هر سړی په سر، په ناقانونه توګه ترلاسه کړې.
که چېرې په اوسط ډول د ورځې په اوږدو کې له شل زرو مسافرو یوازې درې سوه مسافرو ته هم د پیسو په مقابل کې اجازه ورکړل شی نو هره ورځ پنځه لکه څلوېښت زره (۵۴۰۰۰۰) افغانۍ د کمیسارۍ پولیس په ناقانونه ډول ترلاسه کوی.
د سمیر او حامد په نومونو، پاکستان ته په قانونی لارو تلونکی مسافرین وایی له دوی هم پیسې غوښتل شوې دی خو د کمزوری اقتصاد له کبله یې د ورکولو توان نه درلود، ځکه نو د پاسپورټ او ویزې له درلودو سره سره په تورخم دروازه پاکستان ته د اوړېدو په انتظار ستړی شول.
دغه دوه وروڼه وایی: “مونږ له ملا اذان سره راغلی یو، ایله اوس کټارو او جال ته را ورسېدو، کراچیوانان راځی نور خلک چې وروسته هم راشی ورسره په پیسو خبره وکړی، پولیسو ته ترې پیسې واخلی او پولیس یې په دې بهانه د قطار سر ته بوزی چې دا د پلانکی صیب او بیستانکی صیب میلمه دی.”
د گهیځ خبریال پدې اړه، په پرله پسې توګه مو د تورخم د کمیسار محمد هارون ابراهیم خېل د نظر اخیستو هڅه وکړه خو هغه وایی چې دکورنیو چارو وزارت د یوه رسمی مکتوب له مخې، دی له رسنیو سره له خبرو منعه کړی دی.
د ننګرهار د ولایتی شورا مرستایل اجمل عمر هم د مسافرینو نیوکې او په تورخم کې د کمیسارۍ د پولیسو له خوا د ترسره کېدونکی فساد په تړاو د مسافرینو خبرې پر ځای بولی او وایی چې دا ستونزه یې په کراتو کراتو له ولایتی ادارې او امنیه قومندانۍ سره هم شریکه کړې ده.
ښاغلی اجمل عمر زیاتوی چې: په تورخم کې د فساد او ناقانونه پیسو اخیستو موضوع ډېره پخوانۍ ده،خو په کراتو کراتو له ولایتی ادارې سره ددې ستونزې پر شریکېدو سر بېره، له بده مرغه لا هم دا ستونزه شته او په ورځ کې سلګونه زره افغانۍ په ناقانونه توګه له خلکو اخیستل کېږی.
بل خوا ولایتی اداره هم هلته د فساد شتون منی خو وایی د مخنیوی لپاره یې هڅې دوام لری.
د ننګرهار د والی ویاند عطالله خوګیاڼی د دې ستونزې پړه، تر یوه بریده په مسافرینو هم اچوی او وایی چې مسافرین خپله هم هڅه کوی تر څو له نورو مخکې د تګ لپاره، پولیسو ته پیسې ورکړی او د تورخم په دروازه واوړی.
عطاالله خوګیاڼی وایی: “مونږ نه ردوو چې تورخم کې پولیس یا فساد نه کوی او یا هم له مسافرینو سره کله ناکله بد چلند نه کوی، خو اوس هلته نوې رهبری ګومارل شوې او مخکی له دې چې نوی کمیسار او معاون یې تورخم ته لاړ شی والی صیب ورته په خپل دفتر کې د فساد د مخنیوی او مسافر ینو سره د ښه چلند او ورته د سهولتونو برابرېدو سپارښتنه کړې ده.”
د ننگرهار د والی ویاند هیله څرګندوی چې تر دې بدلون وروسته به په تورخم کې د فساد مخه هم ونیول شی او له مسافرو سره به د پولیسو چلند هم ښه شی.
په تورخم ښارګوټی کې د فساد په اړه یوازې اوس نه، بلکې له کلونو راهیسې خلک شکایت لری،چارواکو یې تل د ستونزې د حل ژمنه کړې خو تراوسه شوې ژمنې پوره ندی عملی شوې.
څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس شوه چې په کې یوه پولیس یوه ښځه په پیپ وهله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق د وری په ۱۶ رسنیو ته ویلی وو چې د تورخم ښارګوټی کمیسارۍ هغه پولیس یې نیولی چې ځینی خلک یی وهلی ډبولی وو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.