د تورخم کمیسار تورخم کې د ماشومانو پر شاقه کارونو د بندیز غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم سرپرست کمیسار د کمېټو له مشرانو او هټیوالو سره د همغږۍ غونډه کې غوښتنه وکړه، چې تورخم کې ټول هغه کوچنی ماشومان چې دکار کولو توان نه لری، د شاقه کارونو مخنیوی یې وکړی، څو د کمیسار په وینا یاد ماشومان د غټو موترو تر ټېرونو لاندې نه شی.
نوموړی یاده غونډه کې په مېندو او پلرونو باندې هم غږ وکړ، چې خپل ماشومان د شاقه کارونو پرځای زده کړو ته وهڅوی.
د تورخم سرپرست کمیسار خپلو خبرو کې ټولو هټیوالو ته د هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
په ورته مهال هټیوالو خوښی وښوده چې کمیسارۍ ورته ټول مالونه بېرته په پوره توګه وسپارل او د تورخم ښارګوټی له مسوولینو یې مننه وکړه، چې ستونزو ته یې په وخت ځواب وایی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.