معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم کمیسارۍ له کمېشنکارانو یو شمېر نیولي مالونه بېرته ور وسپارل

د تورخم کمیسارۍ له کمېشنکارانو یو شمېر نیولي مالونه بېرته ور وسپارل

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسارۍ له لوري هغه مالونه چې تېرو پنځو مياشتو کې د ګنډوالو او کمېشنکارانو څخه نیول شوي وو، د اتحادیې د غړو په مخ کې بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل.
د تورخم کمیسار ویلي، دا یو شفاهي امر و چې مشرانو کړی و، څو هغه ماشومان چې تر لویو موټرو لاندې ژوبل او یا ژوند ونه بایلي، ګندې او مالونه یی تر امرې ثاني پورې ضبط شي.
نوموړي زیاته کړه چې اوس دغه مالونه بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل.
د تورخم اتحادې ټولنې غړو له دې پروسې خوښي څرګنده کړه، چې مالونه او سامانونه يې په شفافه بڼه بېرته خپلو مالکانو ته ور وسپارل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس