کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسارۍ له لوری هغه مالونه چې تېرو پنځو میاشتو کې د ګنډوالو او کمېشنکارانو څخه نیول شوی وو، د اتحادیې د غړو په مخ کې بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل.
د تورخم کمیسار ویلی، دا یو شفاهی امر و چې مشرانو کړی و، څو هغه ماشومان چې تر لویو موټرو لاندې ژوبل او یا ژوند ونه بایلی، ګندې او مالونه یی تر امرې ثانی پورې ضبط شی.
نوموړی زیاته کړه چې اوس دغه مالونه بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل.
د تورخم اتحادې ټولنې غړو له دې پروسې خوښی څرګنده کړه، چې مالونه او سامانونه یې په شفافه بڼه بېرته خپلو مالکانو ته ور وسپارل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ