د تور غونډۍ بندر د پراختیا اړوند دوه پروژې پرانیستل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د افغان حکومت مرستیال ویاند ویلی، چې د هرات ولایت تورغونډۍ بندرې کې د ټاپی پروژې ترڅنګ د شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه پروژې پرانېستل شوې.

د یاد بندر په مسیر کې له هرات څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومټره اوسپنیزې کرښې جوړول او د همدې مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د هنګرونو او تاسیساتو اعمار او اوسپنیزې کرښې جوړول شامل دی.

نوموړی ویلی، له دغو پروژو د افغان حکومت موخه د نړۍ د نورو پرمختللو او عصری ریلی بندرونو په څېر په معیارونو سمبال او د سوداګرو د غوښتنو مطابق پراختیا ورکول دی، څو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتیاوې رامنځته شی.

د مسوولینو په وینا دې سره به ریلی انتقالات زیات او په دې توګه به سوداګر راجلب شی، چې په بشپړېدو او عملی کېدو به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او ملی عواید به ورسره زیات شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.