معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د تکواندو دوو ملي لوبغاړو د پاکستان په آزادو سیالیو کې د سپینو زرو مډالونه وګټل

د تکواندو دوو ملي لوبغاړو د پاکستان په آزادو سیالیو کې د سپینو زرو مډالونه وګټل

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تکواندو دوو ملي لوبغاړو د پاکستان په آزادو سیالیو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډالونه وګټل.
د تکواندو فدراسیون مسوولینو ويلي، چې حکمت الله زین په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې له پاکستان او قزاقستان څخه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او امید سهاک په ۷۴ کیلو ګرامه کې د اردني، پاکستاني او قزاقستاني لوبغاړو پر وړاندې بریا خپله کړه.
د ۲۳ هېوادونو د تکواندو لوبغاړو ترمنځ د G2 تر نامه لاندې د تکواندو د سیالیو دغه پنځم پړاو په پاکستان کې ترسره شو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس